پښتو / Paschto

د ښي اړخي، نژاد پرست یا سامي ضد تېري وروسته باید څه وکړو؟

د اغېزمنو کسانو لپاره د غبرګون د مشورې مرکز، چې په ټول Hesse ولایت کې فعالیت کوي، د ښي اړخي، نژاد پرست یا سامي ضد تاوتریخوالي د قربانیانو

  • او د هغوۍ

  • خپلوانو

  • ملګرو

  • ملاتړو

  • او شاهدانو ته د ملاتړ، ځای پر ځای کولو او مشورې خدمات وړاندې کوي

د غبرګون فعالیتونه څه ډول له تاسو سره مرسته کولی شي؟

د غبرګون خدمات چې وغواړي نو په خپلواکه، محرمانه، او پټه توګه د ټول Hesse ولایت په شته څانګو کې د مشورې ورکولو خدمات وړاندې کوي.

د مشورې ورکولو خدمات وړیا دي. که چېرې اړینه وي نو، موږ شفاهي ژباړونکي هم حاضرولی شو.

همدارنګه د خپلو نورو خدماتو ترڅنګ لاندې خدمات هم وړاندې کوو

  • آنلاین او/یا حضوري او مخامخ خبرې اترې

  • د جبران اړوند تادیاتو په ورکولو کې مرسته

  • له غوښتنې سره سم اړوند لیدژمنو ته ستاسو بدرګه کول

  • د غوښتنې پر اساس عامه اړیکې برقرارول

د غبرګون خدمات څه ډول ترلاسه کولی شئ؟

زموږ د اړیکې معلومات

د فرانکفورت ام عمومي دفتر

kontakt@response-hessen.de

069 - 348 770 530

د کاسل دفتر

kassel@response-hessen.de

0561 - 729 897 00